دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ٥/١٠/١٣٨٨ - ٢٦/١٢/٢٠٠٩
په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هېواد يو نامتو رنځورپال او د خوست د شيخ زايد پوهنتون استاد، ملي او ټولنيز شخصيت ډاکټر محمد عثمان په حق ورسيد.
![]()
ارواښاد ډاکټر محمد عثمان چي د لوړو تحصيلاتو او تجربي خاوند، د هېواد په بيلو بيلو روغتونونو کې ېي د جراحی څانګي د متخصص په توګه د هېواد رنځيدلي ولس د ناروغيو په تداوي کې نه ستړي کيدونکي خدمتونه تر سره کړي او د نوي نسل په روزنه او پالنه کې هر اړخيز ګامونه پورته کړي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي د ارواښاد ډاکټر عثمان مړينه و هېواد ته يوه لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس او محترمي کورني ته ېي د زړه له کومي جميل صبر غواړي.
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
د لوي اختر په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام
ګرانو مسلمانو خويندو او وروڼو!
تر هر څه مخکي د لوي اختر د رسيدو په وياړ خپل او د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د ټول غړو لخوا د افغانستان مسلمان او ځوريدلو خلګو او د نړي و ټولو مسلمانانو ته مبارکي او ښه هيلي وړاندي کوم، خوشحاله او نيکمرغه اختر و ټولو ته غواړم.
لوي اختر د بشريت لپاره د خداي (ج) د پيغمبر حضرت ابراهيم خليل الله (ع) د آزمويني او د حضرت اسماعيل (ع) د اطاعت او ځان تيريدولو لوي درس دي چې بايد د هر مسلمان د وياړني وړ او پري عمل وکړي.
درنو هېوادوالو!
زموږ ګران او وياړلي هېواد افغانستان د دريو لسيزو ناورين او ناخوالو څخه وروسته بيا د يوي لويي آزمويني سره مخامخ دي چې هغه د سولي او پخلايني پروسه ده.
افغانان چې د جهاد د ډګر زمريان وه اوس بايد د يو بل د منلو او د مذاکراتو په ترسره کولو سره هېواد ته پاته د نيکونو د لوي ميراث دودیز "لويي جرګي" له طريقه د سولي په ټينګښت کې هر اړخيزه ګامونه اوچت کړي او د ورور وژني بهير ته د پاي ټکي کيښږدي.
د ملي يووالي د دولت په جوړلو کې د يو بل سره پريکړه وکړي تر څو چې په هېواد کې د ميشت بهرنيو هېوادو د پوځيانو د شتون څخه خلاص او د بيا رغوني او آبادي په لور روان سي.
د وخت څخه په ګټه اخستلو سره يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم.
هره ورځ مو اختر – اختر مو بختور
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
نيټه: ٥/٩/١٣٨٨- ٢٦/١١/٢٠٠٩
د افغانستان د ولسمشري څوکي ته د ښاغلي حامد کرزي د بري په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام
نیټه: ۱۱-۸-۱۳۸۸ / ۲-۱۱-۲۰۰۹
د افغانستان د ټولټاکني د خپلواک کميسيون د اعلان له مخي جلالتماب ښاغلي حامد کرزي د دوهم ځل لپاره ولسمشر وټاکل سو چي د نورو پنځه کلونو لپاره د هېواد د خدمت وياړ ېي وموند.
ښاغلي کرزي يو سپيڅلي هېوادپال، مجاهد او ملي شخصيت دي چي په تيرو اتو کلونو کې په هېواد کې د فرهنګي، پوهنيز، ټولنيز، اقتصادي او د ولس د ملي يووالي لپاره شپي او ورځي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي چي د دوي د هڅو او هاند په نتيجه په هېواد کې ولسواکي، د بيان خپلواکي، د خپلواک بازار اقتصادي سيستم، د ولس تر منځ روغه جوړه او د هېواد د ملي پوليس او پوځ د بيارغونو په چارو کې غوره او بي ساري پرمختياوي موندلي دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي په داسي حال کې چي د ښاغلي حامد کرزي د دوهم ځل د ټاکني د بري په وياړ ښاغلي کرزي او ټول هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وايي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه جلالتماب ته د لا برياليتوب هيله کوي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
نيټه: ٩-٨-١٣٨٨/٣١-١٠-٢٠٠٩
په خواښيني سره مو خبره ترلاسه کړي چي د هېواد د پوهني رښتني خدمتګار، سياسي او ټولنيز شخصيت، د پخواني مهال د حبيبيي ليسي مدير، د کابل والي، د کورنيو چارو وزير، د پوهني وزير، سلاکار وزير او د صدر اعظم مرستيال دکتور نعمت الله پژواک په حق ورسيد.
![]()
ارواښاد دکتور پژواک چي د هېواد په يوه نوميالي علمي او ټولنيزي کورني پوري تړاو درلود، د خپل ژوند ډېر کلونه ېي د پوهني په خدمت کې وقف کړي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد دکتور پژواک مړينه يوه لويه ضايعه بولي، نوموړي ته جنت الفردوس او محترمي کورني ته ېي د زړه له کومي جميل صبر غواړي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
نيټه: ٩-٨-١٣٨٨/٣١-١٠-٢٠٠٩
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړي چي د هېواد نوميالي سياست پوه او ټولنيز شخصيت پوهاند رسول امين د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
![]()
ارواښاد پوهاند امين د کابل پوهنتون استاد، د وفا ټولني مشر او د پوهني د وزير په توګه چاري تر سره کړي وي.
ارواښاد پوهاند د پښتو ژبي پياوړي ليکوال وو چي ارزښتناک ليکني او ژباړني ېي کړي دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي د ارواښاد مړينه يوه لويه ضايعه بولي، نوموړي ته جنت الفردوس، و کورني، دوستانو او فرهنګپالو ته د زړه صبر غوښتونکي دي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
د کابل ولايت او ښار ولسي شوراګانو د تفاهم مرکز د ولسمشري د ټولټاکني د پايلي ژر تر ژره اعلان غوښتونکي سول
نيټه: ١٦/٧/١٣٨٨ - ٨/١٠/٢٠٠٩

په هغه غونډه کې چه نن د سرطان د مياشتي پر ١٦ نيټه د کابل ولايت د چهار دهي سيمي په طوفان بڼ کې د لسګونو ولسي استاذو، جهادي قوماندانانو، ولسي جرګي غړيو او د ټولنيز او مدني ټولنو د غړو په ګډون جوړه سوي وه، د قرآن مجيد په لوستلو پيل سوه وروسته ليکوال او د سياسي چارو څيړونکي الحاج غرزي خواخوږی خبري وکړي او وي ويل چي: "افغان ولس په ډير ښه احساس او هيلو د دښمنانو د ګواښني او بريد سره سره د ولسمشري په ټولټاکنه کې ګډون وکړ او خپل راي ېي صندقونو ته واچولي چي د افغان ولس دغه نيک احساس د قدر او وياړني وړ دي. وروسته د ټول ټاکني پايله د لمړني شميرني د اعلان سره ثابته سوه چه ولس خپل خدمتګار شخصيت ښاغلي حامد کرزي ته ډيري راي ورکړي دي نو ځکه ګتونکي دي خو په خواشيني سره ځيني مغرضي حلقي د بهرنيو کرغيړنو ډلو په ملاتړ ناري سوري پورته کړي چي په تاکنه کې درغلي سوي دي او د اساسي قانون پر خلاف ټولټاکني و دوهم دور ته تګ غوښتونکي سول خو زموږ ويښ او رنځيدلي ولس دغه توطعي پيژندلي، خپل د راي په کارولو سره ېي خپل ملي زعيم ټاکلي او د دښمنانو په خبرو نه غوليږي نو ځکه ولس د ټول ټاکني او شکاياتو د کميسيون څخه غواړي چه ژر تر ژره د ټاکني ورستي پايلي اعلان کړي."

ورسته په وار سره قوماندان جنت ګل خان، قوماندان الله ګل خان، عبدالحميد خان، وکيل محمد انور خان اوريا خيل، استاد داد محمد، اختر او مدير نياز محمد خان خبري وکړي او د ټول ټاکني د ورستي پايلي د اعلان غوښتونکي سول او په پاي کې امر ځلمي طوفان د غونډي د ګډون والو څخه مننه وکړه.

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ٢٩/٦/١٣٨٨ - ٢٠/٨/٢٠٠٩
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د افغانستان ډېر نامتو ليکوال او پياوړي شاعر عبدالهادي ريشأ د دي فاني دنيا څخه سترګي پټي کړي.

ارواښاد عبدالهادي ريشأ نازک خياله شاعر او بادرده ليکوال ؤ چي د ده آثار ډېر د ټولني د ناخوالو او ستونزو انځورونکي او اشعار ېي په ډېره خوږه ژبه او د نيوکو څخه ډک د ټولني د سمون او د نوي نسل د روزلو د پاره کښلي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ريشأ مړينه يوه لويه ادبي، فرهنګي او ټولنيزه ضايعه بولي او خپل د خواخوږي مراتب د دوي محترمي فرهنګپال کورني ته وړاندي کوي او ارواښاد ته د لوي خداي (ج) له دربار څخه جنت الفردوس غوښتونکي ده.
روح دي ښاد وي
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
د کوچني نيکمرغه اختر په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني
د مبارکي پيغام
نيټه : ١٩-٩-٢٠٠٩
ګرانو هيوادوالو خويندو او وروڼو!
اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د روژي د مبارکي مياشتي چي د نړي د مسلمانانو لخوا د خدای (ج) په عبادت او اطاعت کي پاي ته ورسيده، د نړي او هيواد و وياړلي، اتل او مسلمان ولس ته د کوچني اختر د رارسيدو په وياړ مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د خپل سپيڅلي ديني او ملي ارزښتونو په پام کې لرلو سره په هېواد کې د ملي واکمني د ټنګښت، د مطمئني او رښتني سولي او د امنيت تأمينيدو هيله مند او غوښتونکي دي، او د خپل ولس تر منځ د ورورګلوی او دوستي لپاره هلي ځلي کوي چي د اختر د مبارکو ورځو په فضيلتونو کي د مسلمانانو تر منځ د دښمنی او حسادت پر ځاي روغي جوړي او د دوستی لاسونه يو بل ته ورکول دي ترڅو چي ټول افغانان په ګډه خپل ويجاړ او وران هيواد يو ځل بيا اباد او ودان کړي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د وخت څخه په ګټه اخستو سره يو ځل بيا د نړي و ټول مسلمانانو او په خاصه توګه افغان رنځيدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندي کوي، دوي ټولو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر د لوي څښتن تعالي له درباره غواړي، او د افغانستان ميړني ولس ته د دوهم ځل ولسمشري ټولټاکني د لومړني پايلي مبارکي وايي چي افغان ولس په ډېرو حساسو شيبو کې يو ځل بيا ټول نړي ته ثابت کړل چي خپل سرنوشت په خپلي راي کارولو سره ټاکي.
کوچني اختر مو مبارک
په درنښت،
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
دافغانستان د ځوانانو د كركټ د ملى ټيم د اتلوالى په وياړ د خواخوږى دادبي او كلتوري ټولني پيغام

نيټه: ٢٦/٦/١٣٨٨ - ١٧/٩/٢٠٠٩
د خواخوږى ادبي او كلتوري ټولنه په دې ډېره خوشحاله ده، چې د هېواد د نولس کلنو څخه ټيټ عمر لرونکي د کرکټ ملي لوبډله په کاناډا کې بي ساري لاس ته راوړني وموندلي چي په نتيجه کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د لوبو په ډګر کې نړيوال جام ته لار پيدا کړه او دافغان غيور ملت شمله ېي بيا لوړه كړه.
له همدې امله د خواخوږی ادبي او كلتوري ټولنې ټول غړي ددغې بريا له امله ټول هېوادوالو ته مباركي وايي او له اړوندو چارواكيو څخه غوښتنه كوي، چې ددغې لوبډلې په پياوړتيا او هڅونه كې پرېمانه هڅې وكړي او د ملي لوبډلي ځوانان وستايي، چې په راتلونكي كي لا ډېر ي برياوې ترلاسه كړي.
د هېوادوالو دسر لوړۍ په هيله
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ٢/٦/١٣٨٨ - ٢٤/٨/٢٠٠٩
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد ځوان او هڅاندخبريال جان الله هاشمزاده چي په پښتونخواه کې د پژواک خبري آژانس او د شمشاد د تلويزيون لپاره د خبريال په توګه کار کاوه نن د هېواد د دښمنانو لخوا د خيبر ايجنسي په سيمه کې د مسافر وړونکي موټر څخه کښته او وروسته په شهادت ورسول سو.
![]()
خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد هاشمزاده شهادت هېواد ته يو فرهنګي ضايعه بولي او خپل د خواشينۍ مراتب د دوي محترمي کورني، فرهنګي ټولنو، د پژواک خبري آژانس او شمشاد تلويزيون ته وړاندي کوي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس او محترم کورني ته ېي جميل صبر غواړي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

