YouTube | English | لمړي مخ | بريښناليک | انځورتون | انتخاباتی انځورونه | مرکی | آرشيف |

 

لويه لوبه

(اوله برخه)

بسم الله الرحمن الرحيم

 

افغانستان او د انګرېزانو ښکيلاک:-

          په دې کې شک نسته چې هرولس خپله ځانګړتيا لري.دافغان ولس ځانګړتيا خپلواکي او آزادي غوښتنه ده،که د تاريخ بهير ته کتنه وکړو نو تل مدام افغانان د خپل هېواددځمکنۍ بشپړتيا،خپلواکۍ اوملي واکمنۍ لپاره جنګېدلي دي.خپل خوږ ژوند يې دولس نذرانه  کړی او تل پاتې وياړنې يې په برخه سوي دي. د سکندرمقدوني څخه ترچنګېزه پورې اوله انګرېزانوڅخه ترروسانوپورې يرغلګر دافغانواتلوشاه ځلميانوپه تورواوجهادمات سوي اوله افغانستان څخه ايستل سوي دي.

تاريخ شاهددی،چې افغانانوپه تورې اوهمت هغوسرکښواوځـــان غوښتونکيو لويوښکيلاګروته له شرمه ډکې ماتې ورکړي اوزموږ دګران هېواددخاورې پرېښودلو ته يې اړکړي دي.

         په ١٩پېړۍ کې د انګرېزانولوی ښکيلاکي پــوځـونـوچــې د نـــــړۍ ګـــــــوټ ګـــــــوټ يې نيولی ؤاودهندنيمه وچه يې هم په خپله واکمنۍ کې شامله کړې وه.په دې مهال دافغانستان هغه لويه واکمني چې دغازي احمد شاه بابا لخواجوړه سوې وه د ورځ په ورځ کمزورۍ څخه وروسته دماتې سره مخامخ اودابدالي کورنۍ له لاس څخه ووتله.

          دنولسمې پېړۍ په پيل کې انګرېزانودخپلې يوې کمپنۍ استازی (سرجان مالکم)دايران دقاجــــــــــــــارواکمن (فتح علي شاه) درباره ته وليږی،چې دسدوزيانـود 

کورنۍ دغړيوترمنځ بې اتفاقي اوجګړې رامنځ ته کړي،چې دغه اړيکي د سدوزيود کورنۍ دماتې او پايلې يوعامل بللای سو.بل عامل يې دبارکزيودسردارانو(سردار محمد عظيم خان اوسرداردوست محمد خان)دسدوزيوشهزاده ګانوته نژدې کېدل  ؤ،چې سردارمحمدعظيم خان داعليحضرت تيمورشاه زوی (ايوب شاه) يې په بالا حصار کې پاچااعلان کړاوخپله (سردار عظيم خان)وزيرسو.اوسرداردوست محمدخان دتيمورشاه بل شهزاده (سلطان علي) يې په کابل کې  پاچا اعلان کړاو خپله دهغه وزيرسو.وروسته دکندهاردبارکزيو(سردارپردل خان) کابل ونيوی اود بالاحصارپه جنګ کې شهزاده اسماعيل ووژل سواوپلاريې(ايوب شاه) بندي سو چې دادسدوزيودکورنۍ دواکمنۍ پای ته رسېدل ؤ.

 

دمحمدزيودکورنۍ دواکمنۍ پيـل:-

دمحمدزيوکورنۍ دسردارپاينده خان زامن،چې شمېر يې ٢١ تنوته رسيدی ټول هېواديې په خپل منځ کې وويشی اوهريويې په يوه سيمه کې خپلواک واکمن سو.

په (١٨٣١م کال)کې سيکانودپښتنوپرسيموباندې قبضه وکړه،چې د سيکانو په مخ پښتنومجاهدينوجنګ پيل کړاوپياوړي مبارز(سيداحمدبريلوي)د خپلومجاهدوملګريوسره دسيکانو پرخلاف جګړه کې شهادت ته ورسېد.

په دغه مهال کې شاه شجاع دسيکانودمشر(رنجيت سنګ) سره يوتړون لاسليک کړ،چې دهغه له مخې به دکابل دتخت دګټلوپه جنګ کې (رنجيت سنګ) و(شاه شجاع) سره مرسته وکړي،چې شاه شجاع په (١٨٤٣ م کال) کې دانګرېزانوپه لمسون پرکندهارباندې بريدوکړ،سمدلاسه يې دوست محمدخان دمقابلې لپاره کندهارته ورسېد،شاه شجاع دجګړې له ماتې څخه وروسته،بېرته هند ته وتښتېد او انګريزانوته يې ځان ورساوه.

 

د رنجيت سنګ لخوادپېښورنيول:-

          دشاه شجاع له بريدسره جوخت،رنجيت سنګ دسيکانوپه ملګرتيا پېښور ونيو،سرداردوست محمدخان اوسردارسلطان محمدخان باجوړته وتښتېدل او وروسته يې کابل ته ځانونه  را ورسول،چې دپېښوردبېرته نيولواوسيکانوسره مقابلې ته ځان جوړکړي،نوټول ولس يې راوبالۀ،چې دوخت ديني عالمانومشوره ورکړه،چې ځان اميرالمومنين اعلان کړي اودجهادشرعي واک تر لاسه کړي.دوست محمد خان دغه وړانديز ومانه اوداميرالمومنين شرعي لقب ورپه برخه سو.

اميردوست محمدخان دبهرنيودمرستې اوملاتړلاسته راوړلولپاره،د روسيې تزاري واکمنوته يوليک وليږی اودمرستې هيله يې ترې وکړه،چې دغۀ ليک د انګريزانودخواشينۍ وړوګرځېداوپه هندکې دانګرېزګورنرجنرال (لارداکلند)د هندوستان سرحداتوته دروسيې تزارو،نژدې کېدلواوله اميردوست محمد خان سره  دهغوملاتړوبيراوۀ.انګريزانو،چې اميردوست محمدخان دروسانوسره په تړاو نسوای زغملای،نوپه شاه شجاع يې بدل کړ.

 

دانګريزانوسره دشاه شجاع تړون:-

          د(١٨٣٨م کال) دجولای پر٢٥ نېټه يوتړون،چې په ١٨ مادوکې ؤد(مثلث تړون) په نامه دانګرېزانودګورنر(جنرال لارډاکلند)،دسيکانوراجه (رنجيت سنګ) او (شاه شجاع الملک)ترمنځ لاسليک سو.ددغه تړون له مخې شاه شجاع ته دکابل تخت دسپارلووعده ورکړل سوه.په مقابل کې شاه شجاع له خيبرڅخه تر(بولان) درې پورې دافغانانوله ټولې سيمې څخه سيکانوته ورتېرسواودکال دوه لکه روپۍ اوپنځه زره لښکريې باج هم پرځان ومانه.اوهم يې ژمنه وکړه،چې غيرله
انګرېزانواوسيکانوبه له بل هيچاسره اړيکي نه ساتي اوهرات به خپل وراره ته  
سپاري،چې په چاروکې هيڅ لاس وهنه ونکړي.بل داچې که پرانګرېزانويا سيکانو باندي بريدوسي،شاه شجاع به مرسته ورسره کوي اوملابه يې ورتړي.

 

پر افغانستان باندې د انګريزانو د لښکرو بريد:-

د(١٨٣٩م کال)داپرېل په مياشت کې د(مکناتن) او(برنس) ترمشرۍ لاندې د انګرېزانولښکردشاه شجاع سره کندهارته ورسېداوبياکابل ته روان سول.په لاره کې افغانانودانګرېزانوپرلښکربريدونه ترسره کړل اوترځای،ځای جګړوڅخه وروسته  کابل ته ورسېدل.

 د (١٨٣٩ م کال) د اګست پر ١٧ نېټه (مکناتن)، (شاه شجاع) دکابل پرتخت کښيناوه اواميردوست محمد خان بخارا ته وتښتېدی.

شاه شجاع چې دڅه کم پنځه پنځوس زروانګرېزي پوځيانوپه ملاتړچې په نوي وسلو او ټوپچي پوځونوسره سمبال وه،دکابل په بالا حصارکې دخپلې کورنۍ سره ځای پر ځای سو.دۀ دېرش کاله له هېوادڅخه بهردانګرېزانو په لمن کې ژوندکاوه،دی چې په نوم ټولواک ؤاودچارواصلي واکمن (مکناټن)دانګرېزدټولواکۍ لخوادافغانستان د چاروواکمن ټاکل سوی ؤ.

دکابل دښارټولې پوځي سيمې اودغرولمنې دانګرېزانودپوځونولخوانيول سوې وې.په بالاحصارکې،چې دټولواک ماڼۍ وه،ټولې چارې دانګرېزانولخواپرمخ بيول کېدې.شاه شجاع دانګرېزي څارونکوله اجازې پرته له چاسره نسوای کتلای.

په (١٨٤٠ م کال) کې امـــــــــــيردوست محمدخان،چې بخاراته تښتېدلی ؤ،د افغانستان شمالي ولاياتوته بېرته راغی.غوښتل يې،چې په شمال کې دنوي جوړسوي لښکرسره کابل ته ولاړسي،خود(ايبک) په سيمه کې دماتې سره مخامخ سو.نودايې غوره وګنله،چې په کابل کې انګرېزانوته ځان وسپاري،نوپه سيميزو کاليوکـــې يې ځان کابل ته ورساوۀ اوپه بالاحصارکې ومکناتن ته تسليم سو،چې دانګرېزانو لخوادکورنۍ سره يوځای کلکتې ته ولېږل سو.

 د(١٨٤١ م کال) ددسمبردمياشتې پر٢٤ نېټه په کابل کې ديوې غونډې په جريان کې (مکناتن) د(غازي محمداکبرخان) په لاس دتومانچې په ډزو،ووژل سو.

 

د افغان او انګرېز لومړۍجګړه:-

دافغانانوملي اوپرخپلواکۍ مينوشخصيتونولکه،غازي عبدالله خان اڅکزي،(چې په ١٨٤١ م کال دانګرېزانوسره په مخامخ جګړه کې ټپي اوشهادت ته ورسېد)، نايب امين الله خان لوګري،ميرمسجدي خان کوهستاني،محمدشاه خان غلجي،سردارمحمداکبرخان غازي،محمدعثمان خان،نواب محمدزمان خان او نورونومياليوملي مبارزينوله انګرېزانوسره جهاد پيل کړ.دادافغانانواوانګرېزانو لومړۍ جګړه وه،چې دغازيانوپه ډېرې مېړانې اوسرښندنې سره دانګرېزانوپوځ کلکه ماته وخوړه.نو(جنرال سيل)او(جنرال پالک)له کابل څخه ووتل اويواځې
(جنرال الفنستون)دڅه کم (٣٠٠٠٠) پوځيانوسره په کابل کې پاته ؤ،چې دغازي محمداکبرخان سره په جنګ کې (جنرال الفنستون)ځان د،دوه نورو،لوړپوړيوپوځي افسرانوسره،سردارمحمداکبرخان ته تسليم کړ.اوټول پوځيان يې له منځه ولاړل،چې يواځې (ډاکټربرايدن)نيم ژواندی په جلال آبادکې(جنرال سيل)ته ځان ورساوه.
 (غازي محمد اکبرخان)د(جنرال سيل)او(مکناتن)دمېرمنوپه ګډون (٤٤) انګرېزانې
اوانګرېزان يرغمل په ډېرې ساتنې سره لغمان ته ولېږل.

 

د اميردوست محمد خان دوهم ځلي واکمني:-     

          په (١٨٤٣م کال) کې انګرېزانوپه لومړۍ،جګړه کې له خپلې ماتې څخه وروسته(دوست محمدخان)کابل ته دکورنۍ سره ولېږی اوداميرپه نامه يې ونوماوۀ. اميردوست محمدخان لوی ملي مبارزين جېل ته واستول،چې په دغه ډله کې نايب (امين الله خان لوګری)يې دبالاحصارتورې څاه ته واچاوه،چې هلته يې ځان و حق ته وسپاره.اوغازي (محمد شاه خان بابکرخېل) چې انګريزانوهغه دځان لوی دښمن ګاڼه، په (١٨٤٦ م کال) کې د(اميردوست محمدخان) دلښکرتربريدلاندې راغی، کور يې ورلوټ او(غازي محمد شاه خان)دخپلې کورنۍ دپت دساتلولپاره اړسو،چې د نورستان غروته وخيژي اوددۀ کلاچې،دانګرېزانوديرغملودساتنې ځای ؤ،دامير په امر ويجاړه سوه.

اميردوست محمدخان دهغې ژمنې له مخې چې له انګرېزانوسره يې کړې وه، چې (خپل زوی غازي محمداکبرخان به له منځه وړي) پرځای کړه.له دې سره  په خلکوکې داسئ انګازې خپرې سوې،چې داميرپه لارښودنه دزهرجنوخواړوپه ورکولوسره وزيراکبرخان په جلال آبادکې ناروغه اومړسو.

داميردوست محمدخان واکمني،هم دمحمدزيوپه کورنۍ کې په تاوتريخوالي توده پاته سوې وه،دکندهاردسردارانو(پاينده محمدخان زامنو)ترمنځ دواکمنۍلپاره سيالي جاري وه.

          په (١٨٥٧ م کال)کې داميردوست محمدخان وراره اوزوم(سردار سلطان احمدخان)چې اميردهغه له چلندڅخه،چې دخپلواکۍ غوښتونکيومبارزينوپه کوټلو اورټلوکې يې کړې ؤ،ناخوښ اوايران ته تللی ؤ.داميرپرخلاف د(جمرود) دتړون پر اساس چې ايراني پوځونه له هرات څخه ووځي،نوايراني چارواکيو(سردارسلطان احمدخان)ولمساوۀ،چې هرات ونيسي اوځان دواکدارپه توګه اعلان کړي.اود ايرانيانوپه سلا يې غوښتل چې دفراه اوکندهاردنيولوڅخه وروسته دکابل تخت تر لاسه کړي.کله چې اميردوست محمدخان له،دې پېښې څخه خبرسو،د(١٦٠٠٠) پوځيانواوټوپچي پوځونوسره هرات ته ولاړ.خودهرات ښار(سردارسلطان احمدخان) کلابندکړاوداميرلښکرترښاردباندې يوکال پاته سو.دسردارسلطان احمدخان له مړينې څخه وروسته سردارشاهنوازخان،دهغه زوی دهرات واک په لاس کې ونيوی خودښاردخلکودپاڅون سره مخامخ سو.نومجبورسو،چې دښاردروازي خلاصې کړي اواميردوست محمدخان ښارته ننوت،چې دڅوورځووروسته په هرات کې مړ او هلته ښخ سو.سردارشيرعلي خان خپل ځان اميراعلان کړ،خووروڼويې د،دۀ امارات ونه مانۀ.

 

د امير شير علي خان لمړي ځل واکمني:-

په دغه مهال افغانستان ددوولويوښکيلاکګرو( روسي تزاراوبريتانوي هند) ترمنځ په اوپراتيفي سيمه بدله سوې وه.

دافغانستان په اړونددروسانودپاليسۍ په برخه کې دهېوادنوميالى تاريخپوه اوليکوال ارواښاداستادميرغلام محمد غبارداسې ليکي: دافغانستان سره دروسانوپاليسي داسې وه، چې انګرېزان په هندکې هرکله دافغانستان د ناحيې څخه نا آرام او ډارن وساتي. اودبې حقيقتووعدواومرستو په نسبت يې دانګرېزانو د ښکيلاک په مقابل کې وپاڅوي.دافغانستان زياتره ټولواکان او پاچايان دروسانو د مرستوپه وعدوغوليدل اوپه رښتينتوب يې هغوى ته ددوستۍ اوصميميت لاس ورکاوه،خوپاچايانودناکامۍ اومنافقت څخه پرته دروسانوبل څه ندي ليدلي.

امير شير علي خان پخپله واکمنۍ کې دروسانوسره اړيکي ډېرنږدې ساتلي اوغوښتل يې دروسانوملاتړدانګرېزانوپرمخ دځان ددولت ترشاولري.دافغانستان فاضل ليکوال اوڅېړونکي داکاډيميسين کانديداستادمحمدولي ځلمي په خپل اثر ((دافغانستان اوروسيې دسياسي روابطولنډه تاريخچه))کې داسې ليکي:امير شير علي خان په  (١٨٧٨ م کال) کې دبرلين کنګرې دفيصلې څخه خبرسو چې روسيه نسي کولاى چې دافغانستان سره سياسي مناسبات و پالي اومرسته ورسره وکړي.

 په دغې کنګره کې روسانومنلې وه،چې داميرشيرعلي خان دطرفدارۍ څخه به لاس اخلي اوخپل سياسي نماينده،به دکابل څخه باسي.روسانودبرلين کنګرې دفيصلې څخه امير شير علي خان نه خبراوه اوپه اغفال کې يې اچاوه ترڅو انګرېزانو پرافغانستان باندې يرغل وکړ.

روسانو چې نه غوښتل دانګرېزانوسره مخامخ سي اودانګرېزانودناکامۍ هيله مند هم ؤ،نوپه دوولوبوباندې يې پيل وکړ.له يوې خوايې دبرلين په کنګره کې ګډون وکړ اوپرېکړه يې لاسليک کړه اودبلې خوا،اميرشيرعلي خان يې خطاايستې چې مرسته درسره کوؤاوپاچاهي دروس دمرستې درسېدلوپه هيله ړنګه سوه.

استادځلمي دخپل اثر په بل ځاى کې دامير شيرعلي خان دخولې داسې ليکي:

اوس چې زماپرهېوادباندې انګرېزانويرغل کړى دى،دوى ځان دخپلې وعدې،د ايفاکولوڅخه کاږي اوداسپکاوى هم را ته متوجې کوي،چي دهغوى سره دسولې او امان اعلان وکړم.ماهيڅکله ديوپاچااوباشعورافغان په حيث داګمان نه کاوه،چي روسان دې دومره بې پاسه اونامرده وي،چې پرخپلووعدوباندې ونه درېږي اوما دې انګرېزانوته لاس تړلى په لاس ورکړي.زه پوهېږم،چې زماقدرت،لښکرې اوواک دومره نه دى،چې دانګرېزانودمجهزولښکروسره وجنګېږم.ماته چې پاچاهي خداى (ج) راکړېده اودافغان غيورملت مې شاته ولاړ دى،نوزه بې ننګي نه سم کولاى،ملي غروراوقومي شهامت ترپښونه سم لاندې کولاى،که مې يوه قطره وينه په بدن کې وي،هغه به زه دافغاني ننګ او ناموس ساتلو په لارکې تويوم،که خداى (ج) ددغې ناروغۍ څخه راپورته کړم بياپوهېږم،چې څه وکړم.

داميرشيرعلي خان په وړاندې اکاګانويې سردارمحمدافضل خان اوسردار محمداعظم خان،داکازوى يې سردارعبدالرحمن خان اووروريې دکندهاروالي سردارمحمدامين خان دانګرېزانوسره په تړاودسردارشېرعلي خان پرضدپارونکي فعاليتونه کول اوداميردامرڅخه يې سرغړونه کوله،چې په (١٨٦٩ م کال)کې اميرد کندهار دنيولولپاره روان سواودکلات اوکندهارترمنځ دګنج په سيمه  كې ددوه  ورونوترمنځ جګړه کې دامير شير علي خان ځوان زوى(محمدعلي)اوداميرورور (سردارمحمدامين خان)سره د(٨٠٠٠)پوځيانوووژل سول.دغې پېښې پراميرشيرعلي خان باندې ډېرناوړه تاثيروکړ،چې دليونتوب وسرحد ته يې ورساوۀ او دامير د ويجاړحال څخه سردارمحمداعظم خان (په راولپنډۍ کې دانګرېزانوسره ژوند کاوه اوهغوته د ښې ګټې اخستووسيله ګرځېدلې وه)،چې خبرسونودچترال له لارې څخه يې بدخشان ته ځان ورساوۀ اوخپل وراره سردار(عبدالرحمن خان)،چې دبخارا د پاچاپه دربارکې يې دجلاوطنۍ ژوند کاوه،ديوليک په ترڅ کې هغه ته بلنه ورکړه چې ترکستان ته راسي،سردارعبدالرحمن خان ژروآقچې ته ځان ورساوۀ اودازبکو، ترکمنواوقزلباشودلښکروپه مرسته يې دمزارشريف ايبک ښارونيواودښکاري درې،شيخ علي اوباميانو له  لاري چاريکاروته ورسېدل اودسولې يوپلاوى يې امير شېرعلي خان ته وليږى.اميرشيرعلي خان داميرعبدالرحمن خان وړانديزچې دخپل پلارسردارمحمدافضل خان له بندڅخه خلاصى اودټول ترکستان حاکم په توګه د عبدالرحمن خان په رسميت پيژندنه ونه منله.نوعبدالرحمن خان دجنوبي اوجنوب ختيځوسيمودمشرانواوعالمانوسره اړيکي ټينګ کړي.اوبياد(٦٠٠٠) پوځيانو سره دغزني په لور،روان سوه چې په دې جګړه کې داميرشيـــرعــلي خان (٥٠٠٠) کسان ووژل سوه اواميرشيـــرعلي خان د کندهاروخواته پرشاسو.عبــدالرحمن خان غزني ونيواوسـردارمحمدافضل خان يې دجېل څخه خــلاص کړ.

  

دامير محمد افضل خان او اميرمحمد اعظم خان واکمني:-

          په (١٨٦٥ م کال)کې سردارمحمدافضل خان،ځان دافغانستان داميرپه توګه اعلان کړاوانګرېزانوداميرمحمدافضل خان واکمني په رسميت وپېژندله،چې د انګرېزانوسياسي استازي يوځل بياپه کابل کې ځاى پرځاى سول،خواميرمحمد افضل خان يوکال اوپنځه مياشتې وروسته مړشواو،وروريې (سردارمحمداعظم خان) داميرپه توګه اعلان سو،چې يوکال له کورنۍ جګړې څخه وروسته يې دامير شير علي خان له لاسه  ماته وخوړه،دايران په لوروتښتېد،دتهران په لاره کې ناروغ اومړسو.وراره يې اميرعبدالرحمن خان چې دلښکرمشرؤدماتې څخه وروسته يو

يوځل بيا بخاراوتښتېد.

 

د امير شير علي خان دوهم ځل واکمني:-

          اميرشيرعلي خان د،دوهم ځل لپاره دافغانستان دپاچاپه توګه ځان اعلان کړ،چې په (١٨٦٨ م کال) کې کابل ته ورسېد.اميرشيرعلي خان دهېوادپه پوځي ادارې اوپوهنيزوچاروکې نوي بدلونونه راوستل اويوځل بياحکومتي تشکيل رامنځ ته سو.

١:-     سيد نورمحمد شاه کندهارى لــوى ټول مختار(لومړى وزير).

٢:-     ارسلا خان جبارخېل لوى مين دبــاندې (دبهرنيوچارو،وزير).

٣:-     عصمت الله خان غلجى لوى مين دغرو(دکورنيوچارو،وزير).

٤:-     حسېن علي خان پنجشېرى ټـول مشــر(د،دفاع وزير).

٥:-     حبيب الله خان وردګ لـــوى ملــــک (د مـــاليې وزير).

٦:-     احمدعلي خان چغتاي لوى ټولول (دخزانې وزير).

لومړى وزيرسيدنورمحمدشاه کندهارى داميردپاملرنې اواعتمادوړ،سياست پوه اولايق شخصيت ؤ،چې دهېواد،دپرمختيااوسوکالۍ لپاره يې داميرپه څنګ کې برپورګامونه پورته کړي وو.

اميرشيرعلي خان دچارودسمون لپاره ښه اوګټورپلانونه درلودل،دلومړي ځل لپاره يې د افغانستان د پوست اداره جوړه كړه  اودليکونولېږل اورسول دولايتونواوپېښورترمنځ پيل سول. 

          دپوهنيزوچارواوسياسي ويښتيالپاره امير شيرعلي خان ډېره مينه درلوده. اودعلامه سيدجمال الدين افغاني دوړانديزونواولارښودنې څخه يې ګټه اخسته چې ددغواغېزوله امله اوداميرپه ځانګړې پاملرنې دډليزورسنيوپه برخه کې نوښت را منځته سو،چې په (١٨٧٣ م کال) کې د شمس النهار په نامه يوه جريده خپره سوه، چلونکى يې مرزاعبدالعلي خان نومېده اوپه ١٦ مخونوکې داونيزې په شکل په اونۍ کې دوه ځلې خپرېده،چې دکابل مطبعې هم دکتابونواورسالوچاپولولپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې.

          امير شيرعلي خان دافغانستان لپاره پوځي تشکيل جوړکړاوداردود صاحب منصبانودروزنې لپاره يې حربي ښوونځي پرانيستل اوپوځيانوته يې نظامي کالي (يونيفورم) و ټاکه چې هغه مهال په هېوادکې دپوځيانو شمېر (٥١٠٩٩٠) تنوته رسيدى.     

انګرېزانوچې داميراړيکي دروسانوسره نسواى زغملاى اودپلموپه لټه کې و،هان د(١٨٧٨ م کال)دسپتمبرپه مياشت کې دهندانګرېزۍ ورځپاڼې (پايوئير) وړاندوينه کړې وه،چې دبريتانيوي هندحکومت دېرش زره پوځيان چمتواوسمبال کړى دى،ترڅوچې په نژدې راتلونکي کې پرافغانستان اومرکزي اسياباندې بريدوکړي. 

دبريتانيوي هندواکمنانواميرشيرعلي خان ته تل مدام دخولې ګواښ کاوه په داسې حال کې چې اميردخپل ځوانيمرګ زوى شهزاده عبدالله جان دمړينې په وير کې بوخت ؤ.په هند کې دانګرېزانوويسراى (لاردليتن)ليک د نواب غلام حسېن خان په لاس چې دهنددحکومت يووفادارسردار ؤ وليږى،که څه هم دليک کرښې ترخې نه وې کښل سوې خودډيپلوماتيکومنل سويوليکونوسره يې سمون ندرلود،نوځکه يې امير ته دګواښنې شکل درلود.

اميرسم دلاسه ځواب ليک د(١٨٧٨ م کال)داکتوبردمياشتې پر٩ نېټه د ويسراى په نامه ولېږى.ارواښاداستادعطايي په خپل اثر(دافغانستان پرمعاصر تاريخ يوه لنډه کتنه)کې دليک متن داسې خپورکړى دى،چې:زه ستا سې دليک د مطالعې څخه په تعجب سوم،ځکه دغه ليک له يولړتهديداتواوځينوعباراتوڅخه مرکب ؤاوديودغسې مکتوب ليکل ديودوست لخوابل دوست اوديودولت لخوا چې ددوستۍغوښتونکى دى،حقيقتاً دتعجب وړدى.درالېږلي هيئت راتګ که يواځې دزورله لارې وي دهغه نتيجې اوثمربه څه شى وي؟همدغه رازدرې نورليکونه چې زمامامورينوته رسيدلي دي اوزماسره موجود دي،درست له ترخواوکړ کيچنوعباراتوڅخه ډک دي اودعادي اوجاري آدابواورسومومخالف دي،پدې وخت کې چې زه اوزماروح په يوه لوى مصيبت اخته يودانګرېزدولت دمشرانولخوا د همدردۍ اظهار،صبراوحوصله ماته خوراسترتسليت ؤ،نوښه داده چې تاسو په نظر کې ولرئ،چې بيړه اوعجله دخبرواواترودځاى دتعينولوپه حقله اودمقصدلاسته راوړلوپه غرض لزوم نلري.ددوستۍ اونيک نيتۍ اظهارنورې لارې لري اوپرته له دې څخه دي،چې ستاسوداعمالوپه وسيله تعقيب کيږي.زمادمامورينولخواهيڅ راز عمل چې دآدابومخالف وي سرنه دی وهلی اوهيڅ رازدښمني يې دانګرېزددولت په نسبت نده ښوولې،هغوى نه غواړي له کوم هېوادسره جګړه وکړي،خوکه کوم هېواد بې له دليل اوصحبت څخه زموږله دولت سره دښمني وکړي.هغه وخت زموږ مقدرات د څښتن تعالى په لاس کې دي اوڅه چې دهغه اراده وي هغې ته تسليم يو.

انګرېزانوداميردغه ليک ځان ته سپکاوى وګاڼه اود (١٨٧٨ م کال) کې د اکتوبرپه مياشت کې دهندانګريزي حکومت ويسراى لخواداميرشيرعلي خان په نامه يورسمي ګــــواښ ليــــک (التماتــــوم) واستول سو،چې په هغه کې داميرڅخه غوښتل سوي ؤ،چې دانګرېزانوڅخه دسپکاوي بخښنه وغواړي اوهم په کابل کې د انګرېزسفارت ومني اودغه ګواښ ليک ١٨ ورځې وخت درلود،چې اميردهويانه ځواب ورکړى.داميرنژدې سلاکارقاضي قادرچې دانګرېزانوجاسوس ؤاودامير ورځنى حال يې بشپړو،پېښورته ليکلی ترڅوچې دانګريزانوويسراى ته وړاندې سي.

          امير دګواښ ليک د مودې دپوره کېدوڅخه ٣ ورځې مخکې يونرم ځواب وليکى اوپېښورته يې دمحمدعثمان خان په لاس وليږى،نوموړی چې دخيبردرې ته ورسېد،ويې ليدل چې دانګرېزانوپوځونه افغانستان ته داخل سويدي نوژرتر ژره يې وکابل ته خبرورکړ.

          اميردانګرېزانودبريددخبرترلاسه کولوسره افغاني پوځونوته چې په جلال آباد،کندهاراوهرات کې پراته وو،لارښودنه وکړه چې دانګرېزانوسره جنګ مه کوئ اوامرته انتظاروباسئ.داداميرشيرعلي خان لويه تېروتنه وه اوتاريخي مسووليت يې په غاړه واخيست.

          اميرله خپلې کورنۍ سره مزارشريف ته روان سواوسردارمحمديعقوب خان يې خپل پرځاى په کابل کې پرېښود.او،وروسته اميرشيرعلي خان  په(١٨٧٩ م کال) کي په مزارشريف کې مړ سو.

 

د اميرمحمد يعقوب خان د واکمني پيل:-

اميرشيرعلي خان دخپلې لوې تېروتنې سره افغان پوځيان اوخلك دانګريزانوله جنګ څخــــه را وګــــرځـــول اوانګرېزان له کومې مقابلې پرته دکندهار، پکتيااوجلال آباد،له سيموڅخه وافغانستان ته ننوتل.دکندهارپه سيمه کې جنرال صفدرعلي خان اميرته وړانديزکړى ؤ،چې دانګرېزانودراتګ څخه مخکې افغاني پوځ دې پر(پښين)او(کويټه) بريدوکړي خواميرشيرعلي خان ددۀ وړانديزونه مانه او د کندهار پوځ ته يې دشاتللوامر ورکړ.

دکندهارپه ډګرکې:-انګرېزان دخلکومقابلې سره مخامخ سول،چې له لږې مقابلې څخه وروسته يې کندهارونيو.(نواب غلام حسين خان) يې دکندهاردوالي په توګه وګمارلى او(سينت جان) يې دانګريزانودسياسي استازي په توګه و ټاکه.کندهار ته د انګرېزانو ٣ فرقې چې مشري يې (ستووارت) کوله،ځاى پرځاى سول،چې دکندهار د خلکودغلچکي بريدونوسره مخامخ سول اوډېرمړي يې ورکړل،چې دهغوى ٣ فرقې د کندهارپه ښار کې کلابندې اوله منځه ولاړې.

د خيبر په ډګر کې:-  په (١٨٧٨ م کال) کې(جنرال براون) او(جنرال ماد)له ٢ فرقو سره پر علي مسجدپوځي هډې بريدوکړ.ديوې ورځې له جګړې څخه وروسته علي مسجد پوځي هډه ونيول سوه.او(جنرال ماد)د(٦٠٠٠) پوځيانو سره دخيبر دره څارله، ځکه چې دافريديو،مومندواوشينواروقومونوپرانګريزانوباندې دخيبرپه دره کې هرې خواته غلچکي بريدونه کول. جنرال براون دجلال آباد ښارونيواوله پلټنې څخه وروسته دشينوارواومومندوسيمي يې ترخپل کنټرول لاندې راوستې.

په سوات او بونيرسيموکې علماواوملايانودانګريزانوپرخلاف جهاداعلان کړ.

د پکتيا په ډګر کې:- جنرال (فريدريک رابرتس) د (١٥٠٠٠) پوځيانو سره د(ټل)ښار ګوټي څخه د کُرمې ددرې له لارې پر(پيوارغاښه) باندې بريد وکړ،چې دسرحدي ٣ کنډکونوپوځيان دمقابلې سره مخامخ سول اوانګرېزانوته ډېرزيان ورسېدچې ددغه ٣ کنډکونودپوځي مهماتودپايلې وروسته دوی وشاتللوته مجبورسول. انګرېزانو د (پيوارغاښه) ونيول اودخوست پرلورروان سول.دخوست حاکم محمداکرم خان انګريزانوته تسليم سو،خودمسعودو،وزيرو،منګلو،ځدراڼواوعلي خېلوقومونوپر انګريزانوباندې بريد وکړ اوډېرلوی زيان يې ورواړاوه.

          انګرېزانودکُرمې سيمي ته په شاتللومخ کړاوپه دې پوه سوه،چې د افغانستان نيول اوبيا ساتل دپوځي ټولګيوسره ناشوني برېښي  نودخبرواواتروپه سوچ کې سول،غوښتل يې،چې افغانستان په سياسي ډګر کې ديولاس پوڅي حکومت له لارې دخپلې لوې واکمنۍ ترسيوري لاندي راولي،نو(کيوناري)د انګرېزانودحکومت خاص استازي ته دنده وسپارل سوه،چې اميرمحمديعقوب خان سره اړيکي ټينګ کړي.دانګرېزانودباوروړاوځانګړي استازي،چې دسردارسلطان محـمدخان طلائي زوی (سردارمحمد يحي)خان(د محمد يوسف خان پلاراودسردار محمد نادرخان نيکه)چې داميرمحمديعقوب خان خسرؤکابل ته  واستول  سو،چې د اميرپه ټولوچاروکې سلا اومشورې ورکړي اودانګرېزانومرام په اميرومني.

          اميرمحمديعقوب خان چې دخپلې ميرې په لمسون (ځکه چې مېرمن عايشه د اميرافضل خان لوردامير شيرعلي خان ټولواکمني غوښته چې خپل زوی شهزاده عبدالله جان وليعهد کړي،خودخدای (ج) رضأنه وه اوشهزاده عبدالله جان ځواني مرګ سو) دخپل پلاراميرشيرعلي خان لخوادورور(سردار ايوب خان)سره وجېل ته لېږل سوی ؤاواته کاله په جېل کې ښه جسمي اوروحي زيان ورته رسيدلی ؤ.

دګندمک تړون:-        

          اميريعقوب خان عليل اوناروغ ؤپه دغسې مهموشېبوکې چې پرافغانستان باندې دانګرېزانودوهم تيری سوی ؤدافغانستان دټولواکۍ توان يې ندرلوداونه يې غوښتل،چې دانګرېزانوسره مقابله وکړي اودهغوۍ غوښتنوته چمتوؤچې ويې مني ترڅوچې انګرېزان خپلې پوځي ټولګي دافغانستان څخه وباسي.

          په (١٨٧٩م کال)کې دلندن پردودپال حکومت باندې په پارلمان او مطبوعاتوکې دليبرالانولخوانيوکې کيدې،ځکه چې په افغانستان کې يې ډېر زيان ليدلی ؤنوددودپال حکومت مشرانوپه هندکې خپل ويسرای ته لار ښودنه وکړه،چې د اميريعقوب خان سره دسولې لوظنامه لاسليک کړي اودجګړې بارله اوږوڅخه سپک کړي نوپه هندکې دانګرېزانوويسرای يوپلاوی کابل ته دسولی خبرولپاره د اميريعقوب خان حضورته وليږی ترڅوچې پراميردسلاکارانوپه ذريعه  خپلې هيلې و مني داهغه ټکي وه،چې امير شيرعلي خان دژوندترپايه نه وه منلي.څنګه چې د سرداريحيی خان خبرې پرامير ډيرې اغېزمنې وې نواميريعقوب خان دانګرېزانو ټول وړانديزونه ومنل اود ګندمک تړون يې لاسليک کړ.

          ارواښاداکاديميسين کانديداستاد محمد ابـــراهيم عطايي په خپــــل اثر(د افغانستان پرمعاصر تاريخ يوه لنډه کتنه) کې د ګندمک د معاهدې په هکله داسې ليکي:انګرېز چې سخت انتقام جويه قوم دی ګندمک يې ځکه دغه کار ته انتخاب کړی ؤ،چې تقريباً څلورويشت کاله وړاندې ددوی (١٧٠٠٠) اردودلته له منځه تللې اووياړنې يې له خاورو سره برابرې سوې وې.جلال آباد کې دانګرېزانوپوځي ټولګي، قوماندانان او(جنرال براون) پخوا لا دلته په غونډيو کې ځای پرځای سوي وه. همدارنګه (سر لويئس کيوناري) اونورسياسي خلک حاضر سوي وه،چې دغه د ګندمک تړون په (١٠) مادو کې چې د مخه جوړ سوی ؤلاسليک کړي.

د تړون مهم ټکي دا وه چې:-

١:-     د دواړوهېوادوترمنځ سوله اودوستي ټينګه سي.

٢:-     اميردې دخپل هېوادهغه اتباع چې دانګرېزانوسره يې اړيکي درلودل و بخښي.

٣:-     دافغانستان اميرمجبوردی،چې وروسته له دې له نوروهېوادونوسره خپل معاملات دانګلستان سره دمذاکراتوپراساس اودهغوی پرخواهش ادا کړي.

٤:-     ددواړوهېوادونودښومناسباتوپه خاطر دې انګريزان خپل دايمي نماينده افغانستان ته واستوي اودغه نماينده،دې دخپلې رتبې مطابق دپوځ ټولګی هم له ځانه سره ولري.

٥:-     اميردي دانګريزانودنمانيده ګانودساتنې ژمنه کوي اوانګرېزان د افغانستان په داخلي معاملاتوکې مداخله نکوي.

٦:-     اميرله خپلې خوا،اودنوروسردارانو لخوا تعهد کوي،چې له انګرېزي نماينده ګانو اونورو،وګړيوسره،چې افغانستان ته راځي شرافتمندانه معاملې کوي اودهغوی په شخصي معاملاتوکې به مداخله نکوي.

٧:-     اميردې له انګلستان سره تجارتي روابط ټينګ کړي اودهېوادترمنځ دې سړکونه پرانيزي،چې دواړه هېوادونه آزادانه تجارت وکړي اوهغه لارې دې له خطره محفوظې وساتي.

٨:-     له کُرمې څخه ترکابله دتليګراف سيم غزولولګښتونه به انګرېزدولت ور کوي او ساتنه يې په اميراړه لري.

٩:-     له دې کبله،چې ددواړوهېوادونوترمنځ دوستي بر قراره سي اوبرتانوي پوځ په ډاډمن زړه دافغانستان له خاورې څخه ووځي،دسيالکوټ ولايت او فوشنګ علاقه دکوږک تر غره پورې،دکُرمې علاقه دځاځيو ترسرحده پورې،دمشرقي له څنډې څخه ترلنډي کوتله پورې دې انګريزانوته وسپارل سي،مګرددرېيوعلاقو(کُرمې، پښين اورسوي) واګذاري به دايمي اوپه قطعي ډول نه وي.

١٠:-   د دې لپاره چې دافغانستان امير وکولا سي چې خپل بشپړاقتداربرقرار    کړي اوهم پورتني شرايط صادقانه اجرأکړي دبرتانيې دولت ته وعده ورکوي.     چې هغه اودهغه جانشينانوسره به دمملکت داصلاح په غرض دکال شپږ    لکه کالدارې ورکوي.

 دا تړون په (١٨٧٩ م کال) د مي دمياشتې ٢٥ نېټه دګندمک په سيمه کې دامير محمد يعقوب خان اوسر لويئس کيوناري تر منځ لاسليک سو.

        

دګندمک دتړون له لاسليک څخه وروسته کيوناري ته دانګريزانو دټولواکمنې(ويکتوريا) لخواد (سر) لقب ور کړل سو،چې د لندن په مطبوعاتوکې د يواتل په توګه وپېژندل سواوپه کابل کې دانګرېزانودسفير په توګه و ټاکل سو.

 (کيوناری) لکه (مکناتن) يوځان غوښتونکی اومتکبر شخص ؤ،چې د مکناتن په شان يې غوښتل، دافغانستان ټولواکي په خپل لاس کې ونيسي. ترهرڅه وړاندې يې دپوځيانودمعاشونوچارې په لاس کې واخستي اوداسې فکر يې کاوه چې اميربه مات سي.

 

په کابل کې دملي مبارزينو پاڅون اود(کيوناري) وژنه:-

         افغان مجاهدولس چې دګندمک کرغېړن تړون يې نسوای منلای نودملي پاڅون لپاره يې تياری ونيوی،دکيوناري ماڼۍ چې په بالاحصارکې  داميردماڼۍ تر څنګ وه اودانګرېزي پوځونولخواساتل کېده،دمجاهديدنو تربريد لاندې راغله.که څه هم  امير يعقوب خان دوليعهد محمدموسي خان،سردارمحمد يحيی خان اوسپه سالارداوودشاه خان څخه غوښتل،چې ولس دانګرېزانوسفارت دچورتالان څخه و ګرځوي،خوهېوادپال پراسلام مين پاڅيدلي شاه ځلميان بالا حصارته ننوتل او (کيوناري) يې د(٦٠٠) انګرېزانوسره وواژه.اميرمحمديعقوب خان دليک په ترڅ کې دکابل ملي پاڅون څخه (جنرال فريدريک رابرتس) ته خبرورکړاو(اميرجنرال فريدريک) ته داهم ليکلي وه،چې زه په ماڼۍ کې کلابنديم اود(کيوناري)اود ملګرو د وژلوڅخه يې خواشيني څرګنده کړه.

دا پېښې دبرتانيې دټولواکمنۍ دولت په بيره کې واچاوه اوخپل وايسرای ته يې لارښوونه وکړه،چې دبرتانيې د پت اوحرمت دبياپه ځای کېدلوپه خاطر ژرترژره اقدام وکړي چې د لندن حکومت به دهغوی څخه برپورملاتړوکړي.

په هند کې دبرتانيې وايسرای (ليتن )دامرترلاسه کولو سره جوخت (جنرال رابرتس) ته دحرکت امرورکړاوهغه وويل چې دافغانستان خلک پوه کړي،چې دانګرېز پوځونه دافغانستان څخه نه وځي اويوه فرقه دخيبرڅخه ترجګدلکه پورې ځای پر ځای سوه،د(جنرال ستووارت) فرقې پرکندهاربريدوکړاودکندهاروالي (سردار شير علي خان) دکندهار ښاروروسپاری.

         د (١٨٧٨ م کال) ددسمبرپه مياشت کې دلندن دوزيرانومجلس فيصله وکړه چې دګندمک د تړون پايله اعلان سي اودافغانستان دوېشلو (تــجـزيې) نــوې نقشه يې منظوره کړه،چې دهغې له مخې هرات وايران ته وسپارل سي،کندهاراوکابل ديو بل نه جلا سي اودشمالي سيمي برخليک دروسانوددولت په سلاوټاکل سي.د انګرېزانولوړپوړي پلاوی درابرتس ترمشرۍ لاندې دجنرال الفنستون،جنرال ميسي او(جنرال بيکر)په ګډون چې يوې پوځي فرقې يې ملګرتياکوله دکابل په لورو خوځېد.

(رابرتس) ديوليک په ترڅ کې اميرته خپل حرکت د هغه  دواکمنۍ دساتنې اودخپل سفيردقاتلانودنيولوپه پلمه وليکل،دامير څخه غوښتنه سوې وه،چې خپل دباور وړ شخص دوی ته واستوي،چې ورسره خبرې،اترې وکړي.

اميريعقوب خان په (١٨٧٩ م کال) ددسمبردمياشتې په ٢٣ نېټه خپل دبهرنيوچارو وزير(ميرزا شاه محمد) او (مستوفي حبيب الله خان) دځاځيودعلي خېلوپه سيمه کې د(رابرتس) دکتلولپاره  واستاوه.دپنځه ورځوخبرو،اتروڅخه وروسته افغاني پلاوی ناهيلی بېرته دکابل په لور روان سو،ځکه چې دانګرېزانوپوځي ټولګيوحرکت او بريدنه دراوه اواميرغوښتنه کړې وه،چې انګريزي پوځ دې ودريږي،ترڅوچې افغان اړخ دسفيرکيوناري قاتلان ونيسي اوانګرېزانو ته يې وسپاري.اميرمحمديعقوب خان، (ولي محمد خان لاتي) يې درابرتس دهرکلي لپاره دلوګروخوشې سيمې ته استولی ؤ،چې هغه (رابرتس) ته دانګرېزانولپاره دخپلوښوخدمتونو ديا دونې سره وړانديزوکړ،چې واکمني ماته راکړي،زه به ستاسوښه خدمت وکړم اودايې هم انګرېزانو ته څرګند کړه،چې اميريعقوب خان دکابل په پاڅون کې لاس درلود.

اميريعقوب خان چې پوه سوچې دانګرېزانوهيله کابل نيول دي،نودلوګرخواته روان سود(خوشي)په سيمه کې انګريزانواميريرغمل کړاوانګريزي پوځ د (١٨٧٩ م کال) د اکتوبردمياشتې پر ٨ نېټه کابل ښارته ننوتل،دبالاحصارماڼۍ يې ويجاړه کړه.

        

         د افغانستان دحکومت د مالي اوپوځي زېرمتونونه يې ترلاسه کړه اوهغه پوځيان اومجاهدين چې دکابل په پاڅون کې يې ګډون درلوداعدام کړل.(رابرتس) د کابل ښار خلک را ټول کړه اوپه يوې وينا کې يې هغوی وهڅول چې دهغو مجاهدينوپته موږ ته را کړي، چې پرسفارت باندې يې په بريد کې ګډون درلود اود هرپوځي په بدل کي (٥٠-٧٥) هندي کالدارې اودهرافسراولوی مجاهدپه بدل کې (١٢٠) هندي کالدارې انعام ترلاسه کولای سي،چې دغونډې په پای کې دانګرېز بيرغ يوواربيادبالا حصار پر ماڼۍ و رپيدی.

          اميريعقوب خان چې په غونډه کې ګډون نه ؤ کړئ خپله استعفی يې وليکله او رابرتس ته يې وړاندې کړه.له بلې خواد(جنرال استوارت) ترمشرۍ لاندې پوځونه له کندهارڅخه دکابل خواته روان سول،چې دشاه جوی په سيمه کې دترکي دقام (٥٠٠٠) کسوپوځيانوسره مخامخ اوله تودې جګړې څخه وروسته دترکودپوځ مشر (صاحب خان ترکي) په ګډون (٢٠٠) مجاهدين شهيدان سول اودانګرېزپوځ بېرته کندهارته پرشا تګ ته اړاېستل سول.

افغان ولس دخپل پياوړي ولسپالومبارزومشرانو لکه ملا مشک عالم خان اندړ،محمد جان خان وردګ،محمد عثمان خان تګاوي،محمد کريم خان کوهدامني،غلام حيدر خان کابلی،ميربچه خان کوهدامنی،ميرغلام قادرخان اوپيانی،پروېزشاه خان پغمانی،سپه سالار غلام حيدر خان چرخی،سمندر خان لوګری،محمد حسن خان لوګری،عبدالقادر خان غزنوي، ملا عبدالغفور لنګري، ګل محمد خان اندړ،نايب سالار حفيظ الله خان لوګري،سردارمحمد ايوب خان، عصمت الله خان جبارخېل اونورمشران چې دهريوسره په زرګونونورومجاهدينو ملګرتيا کوله اوپه ډېره مينه دهېواددخپلواکۍ لپاره چمتوسوي وو،چې پرافغانستان باندې دانګرېزانودپوځي يرغل دپيل څخه دجګړودروندباردولس دبې وزلوبزګرانواو خواريکښو پراوږو،وونودخپل کښت اوکار په څنګ کې دغازيانواوملي مبارزينو تر مشرۍ لاندې تل دهېوادڅخه برپوره دفاع کوله.

 

د ميــونــد جــګـړه:-

د (١٨٨٠ م کال) د جولای پر ٢٧ نېټه دسردار محمدايوب خان تر مشرۍ لاندې دافغانومبارزينولښکردهرات څخه دکندهار په لور روان سوی ؤ،دميوند سيمې ته چې وچه دښته اواوبه يې هم نه درلودې ورسېـدل نــوســم دلاســه انــګرېــزي لښکرچې مخکې له مخکې درودپه غاړه دخپلومرستندويوافغاني پوځونوسـره ځـای پرځای سوي وو،پرافغانومبارزينويې بريـد پيل کړ.دانګرېـــزانــود(١٢٠٠٠) تنــوپوځ مشري جنرال بروزکوله اودمرستندويوافغانـي کنډک مشرسردارشيـرعلي خان ؤ،چې دانګريزانودبريدله پيل سره دشيرعلي خان ٣ کنډکه پوځيان هم دغازي محمدايوب خان ترمشرۍ لاندې دمــبارزينواومجاهدينوسره يوځای سول.

         د ميونددجګړې په اړه ارواښاداستادمحمدابراهيم خواخوږی پخپلو يادونوکې ليکي: زما نيکه غازي ميرمدد خان چې دميوندپه جګړه کې يې ګډون درلودماته خپل دسترګوليدلی حال داسې بيان کړ:کله چې انګرېزانوزموږ پرهېواد حمله وکړه اودکندهار ښار يې په خپله قبضه کې راوستی،نوزماداکاميرافضل خان ترمشرۍ لاندې يوه ډله دکندهارقومي ځوانان په خپله خوښه دانګرېزانوسره د مقابلې لپاره چمتو سوې اودامير شير علي خان ١٤ کلـن زمـری زوی سـردارمحمد ايـوب خان دخپل (٦٠٠٠) پوځ اودکندهاردملي مبارزينوولسي پوځ سره لومړی زاړه کارېزونه پاک کړل اواوبه يې پکې جارې کړې،چې دغازيانواوآسونواړتياوې پر ځای سي،٦ ورځې ډېرلوی جنګ دوام درلود،چې دانګرېزانودټوپچي پوځونود بريد په نتيجه کې (٥٠٠) غازيان شهيدان او(٩٠٠) کسان ټپي په ډګرکې پاته وه،محمد زمان بارکزي،محمدحيدرخان کندهاري، عبدالغفورخان هراتی اونورنامتوغازيان هم دشهيدانو په منځ کې وو.

د ميوند په جګړه کې پښتنومېرمنواوپېغلوهم ګډون درلود،چې داوبوپه رسولو،د ټپيانودروغتياپه ساتنه،خوراکه رسولواوپه توره چلولوکې دپښتنورښتني وياړليو ميندواوخويندونومونه يووار بيا وځلول په تېره بيادغازي اتلې پېغلې ملالې ږغ چې دميوند دډګردبري يوه لويه اغيزه وه.

دا ملالې وه! کله چې دغازيانودجهاد مبارک بيرغ په لويدوسو بيرغ يې پورته اوپه لوړ ږغ يې پرخپلوغازي وروڼوباندې داسې چيغه وکړه:

 

کـــه پـــه ميــونــــــد کـــې شهيـــــد نـــســـوې

خدای (ج) ږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

دا ږغ دانسان له ستوني څخه نه بلکه يوه آسماني چيغه وه،چې مجاهدغازيان يې د جګړې ډګرته يوواربياراوبلل اود(الله اکبر) په چيغو آسمان پرانګرېزانوباندې توراو ځمکه سره سوه.

آه! ملالۍ بي بي شهيده سوه،خوترننه پورې دهغې وياړلی ياددټولوهېوادپالواو ملي مبارزينوپه زړونو کې تل پاتې دی.

جګړه روانه وه اوغازي محمدايوب خان ديوپوځي ځانګړي تکتيک سره دجګړې د ډګردشاڅخه بريدپيل کړچې انګريزان ددوو پوځي کرښوسره مخامخ سول اوځانونه يې کلابندوليدل نوپه ځان تېريدوسره يې جګړه کول دماپښين په شاوخواکې جګړه وغاړې په غاړې ته ورسېده اوانګرېزان پردې پوه سول،چې بری ناشونی دی نود تېښتې لار يې لټوله،ژوندي پاته (٦٠٠) پوځيانو په باغونو کې دپټېدلولارې لټولې چې دافغانوغازيانولاس ته ورغلل او،ووژل سول.(٢٥) تنه انګريزي پوځيان دسردار شيرعلي خان په لارښودنه دافغاني کاليوپه اغوستلوسره بريالي سول،چې ځانونه د کندهار ښار ته ورسوي.دميوندجګړه چې دانګرېزانوښکيلاکګرو،واکمني يې په رېږدېدوراوستې وه،يووار بيا افغانانوانګريزانو ته وښودله چې افغانان په ميړانه اوزړورتوب سره دخپلې خپلواکۍ اوهېوادڅخه دفاع کوي.ځان ځاروي خوهېواد دښمنانوته نه پرېږدي.

 

دميونداودټول هېواددغازيانواوشهيدانوروح دې ښادوي.

         د ميوند جنګ ددې باعث سو،چې دانګريزانوهغه نقشه چې دافغانستان د وېــش(تجزيې)لپاره يې جوړه کړې وه،په اوبو کې لاهو سي انګرېزانوسردار عبدالرحمن خان ته ليک واستاوه اوله بخاراڅخه يې افغانستان ته راوباله. عبدالرحمن خان ليک ومانه لومړی شمالي ولاياتو ته راغی اودانګرېزانوسره يې اړيکي ټينګ کړل بيادشيبر،سرخ پارسا،شيخ علي اوغوربندله لارې څخه چاريکار وته ورسېد او هلته يې واړول.دانګرېزانوپلاوی د(جنرال رائيس)ترمشرۍ لاندی ددۀ د ليدولپاره چاريکارته ورغی اوخبرې يې ورسره وکړې،سردارعبدالرحمن خان د انګرېزانوپلاوي ته وويل:که دبرتانيې دولت په خپله خوښه زموږله هېوادڅخه خپل پوځيان وباسي ښه،پرته لدې څخه زه څه توان اوواک چې لرم لاس اوپښې به ووهم ترڅوچې ستاسوپوځونه له خپلې خاورې څخه وباسم دابه ددواړوهېوادونو لپاره ښه وي،چې دروغې او جوړې له لارې څخه کارواخلو.

د انګرېزانوپلاوي داميروړانديز دخبرواواترو لپاره ومانه اوامير عبدالرحمن خان د انګرېزانوله پلاوي څخه دخپل اکا سردار محمد يوسف خان چې دانګرېزانوسره تر نظرلاندې بندي ؤ،وغوښت چې انګرېزانو ٣ ورځې وروسته سردار محمد يوسف خان وامير عبدالرحمن خان ته واستاوه. سم د لاسه اميرخپل اکادافغاني پلاوي د مشر په توګه وګماری،چې دانګرېزانو سره خبرې اوپرېکړې وکړي.

 

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2007/6/20 | ټول ليکنه |